په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته او د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمښت په صورت کې افغان دولت په پام کې لري چې خپلې اقتصادي اړتیاوې د کانونو د راویستلو له لارې پوره کړي.
افغان حکومت په داسې حال کې د خپلو کورنیو عوایدو د پوره کولو لپاره د کانونو په راویستلو ټینګار کوي چې دا چاره بهرنۍ پانګې اچونې، منظم ترانسپورتي سیستم او تر ټولو لومړی امنیت ته اړتیا لري، تر څو یاده چاره په سمه توګه سر ته ورسیږي.
داسې ویل کیږي چې په افغانستان کې د سروزو، سپین زرو، مسو، لاجوردو او اوسپنې کانونو سربیره نور ارزښتمن معدني توکي چې په بیلابیلو صنایعو کې ترې ګټه پورته کیږي، شتون لري.
د همدې څرګندونو په اساس څه موده وړاندې د امریکا د دفاع وزارت په یوه راپور کې د افغانستان معدني ارزښت یو تریلیون ډالره اټکل کړی وو، خو افغان چارواکو بیا دغه اټکل تر دری تریلیونو امریکایې ډالرو پوری وباله او زیاته یې کړه چې ښايې د افغانستان د کانونو ارزښت تر دې هم زیات وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه افغان حکومت یواځې د کابل سویل لور ته د مس عینک، او دغه راز په شمالې زون کې د ګازو او نفتو د راویستلو تړونونه له ځینو کمپنیو سره لاسلیک کړي، او په نږدې راتلوونکې کې به د بامیانو د حاجی ګګ د اوسپنې کان د راویستلو لړی هم تازه شي.
د یادونې وړه چې د مس عینک معدن تړون په ۲۰۰۷ م کال کې د «ام سي سي » په نامه یو چینایي شرکت سره تر سره شویدی او ویل کیږي چې دا معدن په سلګونو ملیونه ټنه د مس لري چې د نړۍ د نهو لویو معدنونو له ډلې شمیر کیږي.
اوس پوښتنه دا ده چې په اوسنیو حالاتو کې د معدنونو راویستل تر کومه بریده د افغانستان په ګټه دي؟ په دی اړه د افغانستامن د ځمک پیژندنې انستیتیوت آمر او دعلومو اکاډمۍ مرستیال سرڅیړونکی مهندس احمدشاه فیضي وایې: «د معدن کیندنې چاره به هله سل په سلو کې ملت ته په ګټه وي چې د راویستل یې د افغان دولت له لورې تر سره شي، خو تر دې مهاله دا چاره د بهرنیو هیوادونو له لورې تر سره کیږي که چیرې دا تړونونه په سمو او مناسبو شرایطو کې تر سره شي، دا به تر ډیره بریده د افغانستان په کټه وي.»
د هغه په وینا د افغانستان ځينې کانونه څو فلزي دي یعنې په جوړښت کې یې سربیره پر یوه فلز نور ډير فلزات لکه سپین زر، سره زر او نور هم شتون لري. له دې امله باید د تړونونو پر مهال دې مسئلې ته پاملرنه وشي.
د کانونو تر راویستنې وروسته بله موضوع د کانونو څخه د راویستل شویو عناصرو د په کور دننه د هغې چاڼول دي، په دې معنا چې خام توکي باید په کور دننه پاخه او هر عنصر په جلا ډول د معدنې تیږي په شکل چاڼ او بیا وپلورل شي.
د افغانستان ځينې کانونه څو فلزي دي یعنې په جوړښت کې یې سربیره پر یوه فلز نور ډير فلزات لکه سپین زر، سره زر او نور هم شتون لري. له دې امله باید د تړونونو پر مهال دې مسئلې ته پاملرنه وشي.
فیضي زیاتوي چې د معدنونو استخراج باید د کار زمینه برابره او هم تړون کوونکي باید افغان کارګرانو ته د فني او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي څو نورې کیندنې پخلپه افغانان ترسره کړي.
د معدن راویستنې پر وړاندې تخنیکې ننګونې
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال سرڅیړونکی عنایت الله نیازی په دی اړه وایې چې د اوبو او بریښنا تامین دواړه د معدن کیندنې لپاره داهمیت وړ دی.
هغه زیاتوي چې د بریښنا د تامین تر ټولو عمده سرچنې په افغانستان کې د ډبرو سکاره تشکلیوي کوم چې کولای شي ۲۲ زړه میګا واټه بریښنا تولید کړي د دې ترڅنګ د اوبو سرچینې زر میګا واټه بریښنایې انرژي تولیدولی شي، په دې شرط چې دا سرچنې لومړی مهار شي.
د معدنونو د راویستنې کموالی په اقتصادي وده کې
د علومو اکاډمۍ غړی مرستیال سر څیړونکی عبدالرئیس علني وایې یواځې د معدنو استخراج نه شي کولی چې یو هیواد د اقتصادي اړخه پر خپلو پښو ودروي، نو په کار ده چې په ټولو برخو کې د اقتصادي پیاوړتیا زمینه برابره شي، تر څو پری یاد هیواد بر لاسی شي.
د هغه له انده د صنعتي فابریکو جوړول او دکان پیژندنې په برخه کې د لوړو زده کړو د موسسو رامنځ ته کول نه یواځې دا چې د کانونو په مسلکي استخراج کې به مرسته وکړي بلکې د هیواد اقتصادي پرمختګ به هم پیاوړی کړي.
بل لوری د کانونو او صنایعو وزارت ویاند احمد جواد عمر وایې:« تړون کوونکي شرکتونه باید ښه اقتصادي وضیعت ولري. ښه بشري منابع (متخصص افراد)، د ښو او عصري ماشین الاتو درلودونکی وي، څو دا ډول تړونونو د ملی ګټو تامینوونکی شي.»
ښاغلی عمر زیاتوي چې د مسو عینک د تړون پر مهال یې دغه معدن ته د څو فلزې درلودونکي معدن په توګه پاملرنه کړیده.
نوموړی د کان راویستنې پر مهال د بې کاره وګړو د بوختولو چاره اړینه بولي. هغه د بیلګې په ډول د مسو عینک په کان کې د ۲۵ زرو نه تر ۳۰ زور پورې کسانو ته د کارې زمینې برابرول په ګوته کوي.
په ورته وخت کې د بهرنیو تړون کوونکو شرکتونو له لورې هغوې د خپلې اړتیا په پام کې نیونې سره کارګر په کار ګماري. د کانونو او صنایعو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر ۲ کاله وروسته به نړیوال ځواکونه په داسې حال کې له افغانستانه ووځې چې د دې هیواد اقتصادي اړتیاوي به د کانونو له لارې پوره نه شي، نوموړې يې په اړه وویل: «د ۲۰۱۴ کال څخه ښایې د مس عینک تولیدات پیل شي ولې دا په دې معنا نه ده چې یواځې د کانونو برخه کولی شي د هیواد اقتصادي اړتیاوې پوره کړي، بلکې لازمه ده چې په عینې وخت کې د زراعت، صناعت، تجارت او نورو برخو ته هم پاملرنه وشي، تر څو د خلکو اقتصادي ستونزې پوره شي.»
عمر: « د ۲۰۱۴م کال وروسته ښایې د مسو عینک تولیدات پیل شي ولي دا په دې معنا نه ده چې یواځې د کانونو برخه کولی شي چې د هیواد اقتصادي اړتیاوې پوره کړي، بلکې لازمه ده چې په ورته وخت کې د زراعت، تجارت، صناعت او نورو برخو ته پاملرنه وشي تر څو د خلکو اقتصادي ستونزې پوره شي.»
د کانونو او صنایعو وزارت ویاند اټکل کوي چې تر راتلوونکو ۴ کلونو پورې به د کان راویستنې له اړخه د افغانستان عواید ۱،۵ ملیارده ډالرو ته پورته شي، او دا شمیره به له لسو نه تر ۱۴ کلونو پورې، ۴ ملیادره ډالرو ته لوړه شي.
د کان راویستنې لپاره د امن فضا رامنځ ته کیدل
ښاغلی عمر زیاتوي چې د کانونو وزارت او امنیتې ارګانونو تر منځ همغږي رامنځ ته شوي ده او ښایې چې د کانونو د ساتنې لپاره یوه ځانګړی ۷ زریزه لوا جوړه شي. دغه راز د کورنیو چارو وزارت د عامه ځایونو څخه د ساتنې په موخه به تر ۲۰۱۴ کال پورې د کابو ۳۱ زور سرتیرو یو ځواک جوړ کړي چې د نورو عامه ځایونو د ساتنې تر څنګ به د کانونو ساتنه هم کوي.
هغه د آمو سیند د نفتي سرچینو د راویستنې د تړون په اړه وایې چې دا تړون د چین د پترولیم د ملي شرکت (سي ان پي سی ای) سره د ۷ زره میلونه ډالرو په پانګونې سره تر سره شوې دې. او ښایې تر راتلونکي یو کال پورې به یې د تولید چارې پیل شي چې هر کال به په سلګونه میلونه ډالر د دولت خزانې ته لاړ شي.
د شنونکو په اند که د کانونو راویستنې مدیرت په شفافیت سره تر سره شي، نو شونې ده چې ټولنیزه ارامي او د هیواد د اقتصادي غښتلتیا او پرمختګ سبب شي؛ او که دا چاره په درست ډول تنظیم نه شي لیرې نه ده چې د ډیرو نه جبران کیدوونکو زیانونو لامل به وګرځي.
لینک ثابت: http://www.bamdad.af/pashto/text/story/1630