له طالبانو سره د سولې خبرې چې د نږدې یو کال راهیسي د جرمني او قطر په مرسته دوام لري اوسمهال خپل حساس پړاو ته رسیدلي او ډير ژر به څرګنده شي چې آیا دا خبرې به په افغانستان کې سوله رامنځ ته کړي او که نه؟ بل لوری پاکستان چې په سیمه ییزه کچه د طالبانو اصلي مونډ بلل کیږي بیا په دی خبرو کې د ځینو رسنیزو راپورونو لمخې د کلیدي رول غوښتونکی دی.
د همدې موخې لپاره پاکستان وړاندیز کړې چې د افغانستان او پاکستان د سولې ګډ کمیسون چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني تر وژنې وروسته یې کار په ټپه دریدلی وو، یو ځل بیا خپل کار پیل کړي.
د سولې روانې خبرې یواځې د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر په ورکړې سره د پاکستان له سیاسي ګرت نه لیری تر سره کیږي، اوس پوښتنه داده چې پاکستان ته په دی خبرو کې کلیدي رول ورکړل شي او که نه، خو کچیرې دغه رول پاکستان ته ورنکړل شي آیا د دې امکان شته چې پاکستان به د سولې بهیر ټکنې یا له خنډونو سره مخامخ کړي؟
په دی اړه د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ډیپلومات، احمد سعیدي وایي امریکا غوښتل طالبان د پاکستان له ولکې نه لیرې او بیا ورسره نیغ په نیغه خبرې وکړي، ځکه هر ځل چې به کوم په دغه هیواد کې کوم طالب له امریکا سره خبرو ته زړه کولو نو هغه به د پاکستان له لورې نیول کیده. همدا لامل وو چې امریکا دغه ګام له ډیرو پلټنو وروسته واخیست او قطر یې چې د پاکستان له مقناطیسي ساحې له لیري پروت دی، انتخاب کړ.
خو د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین جنرال عبدالهادی خالد بیا وایي: « په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانستل به له پاکستان نه هغه چانس واخلي، چې په سیمه کې یې پرې زیات امتیازات ترلاسه کول، ځکه چې په دې کارسره به پر طالبانو په تیره بیا د هغوي پر مشرانو د اسلام آباد نفوذ راکم شي. زما په اند که چیرې طالبان په دی برخه کې له امریکا سره موافقې ته ورسیږي، نو القاعده به د پاکستان غاړې ته پرې وځي او نړیوال فشارونه به هم زیات شي همدا لامل دی چې پاکستان په خبرو کې کلیدي رول غواړي.»
حکیم مجاهد: «که چیرې د سولې په خبرو د افغانستان ټول اړخونه برخه وانخلي، ښایي پایلې یې د هیواد له ثبات او ټیکاو سره مرسته ونه کړي.هیله مې دا ده چې د هیواد د سولې په بهیر کې هم د افغانستان حکومت، هم وسله وال مخالفان او نړیواله ټولنه چې مشري یې امریکا کوي، ټول دخیل وي.»
د سعیدي په وینا دا خبرې یواځې د طالبانو او امریکا تر منځ دي ځکه پاکستان په دی خبرو خوشحاله نه دی. ځکه پاکستان اوس غواړي د طالبانو په رهبرۍ کې د بدلون په رامنځ ته کولو او یا هم دی ته ورته په نورو بدیلو لارو چارو کې غور کوي. خو امریکا د پاکستان په نیت پوه شوی همدا علت دی چې د بی پیلوټه الوتکو بریدونه یې پری بیا پیل کړي دي.
د پاکستان د کلیدي رول په اړه سعیدي زیاته کړه: «پاکستان غواړي د افغانستان د سولې خبرې د دوې په ګټه تمامې شي، ځکه پاکستان وایي چې افغانستان یې یوه صوبه وي، چې دا کار نه هم افغانانو او نه هم نړیوالو ته د منلو وړ دی او هیڅکله یې هم دا خوب نه ریښتیا کیږي.»
جنرال خالد زیاتوي بل پلو بیا پاکستان اندیښمن دی که متحده ایالات له طالبانو سره داسې یوه معامله تر سره کړي نو ترهرڅه د مخه به یې په افغانستان کې هغه سیاسي لاسته راوړنې چې د هند د نفوذ مخنیوی دی، زیانمن شي. خو زه هیله من یم چې دواړه لورې په خبرو کې د اخلاص څخه کار واخلي او د تیر په څیر نه شي.
خو بل پلو بیا په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو په روان بهیر یو شمیر افغانان او د حکومت سیاسي ډلې هم شک څرګندوي او وایي که امریکا او طالبان یوې داسې موافقې ته چې په مټ یې وکولای شي د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي، بیا هم دوی ورته د دې هیواد تیرو پیښو ته په کتو سره، د شک په سترګه ګوري.
جنرال خالد: په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر پرانستل به له پاکستان نه هغه چانس واخلي، چې په سیمه کې یې پرې زیات امتیازات ترلاسه کول، ځکه چې په دې کارسره به پر طالبانو په تیره بیا د هغوي پر مشرانو د اسلام آباد نفوذ راکم شي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۰ کال کې یوه کس چې ځان یې د طالبانو مهم مشر معرفی کړی او ویلي یې و چې له افغان دولت سره د سولې خبرې پرمخ وړي، په چل یوه زیاته اندازه نغدې پیسې غلا او ځان یې ورک کړ، تر هغې څه کم یو کال وروسته یوه کس چې ځان یې د طالبانو د مشرتابه پیغام رسونکی معرفي کړی و، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په یوه ځان وژونکي برید کې وواژه.
همدغو خامیو یو شمیر خلک د طالبانو پر ژمنو بی باوره کړي دي. ولې یو شمیر نور چې له دې خبرو سره لیواله نه دي او ان د دغو خبرو جدي توب یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
یواځې طالبان او مریکا د افغانستان د روانې شخړې ښکیلې غاړې نه دي. بلکه افغان دولت او نورې جهادي ډلې چې په قوي احتمال اوس هم د وسلو او مهماتو ډيرې زیرمې لري او له طالبانو سره جنګیدلي، د دې صحنې نور لوبغاړي دي. چې وخت ناوخت یې د سولې په روان بهیر او طالبانو سره د خبرو په ډول نیوکې کړي دي.
په همدې لړ کې د جنورۍ په نهمه د جرمني په برلین ښار کې د ملي جبهې په نامه ټلوالې چې د پخوانیو جهادي قومندانانو او رهبرانو لکه د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم، د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د ولسمشر کرزي پخوانی مرستیال احمدضیا مسعود او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح نه جوړه شوې، د امریکا د کانګریس له څلورو غړیو سره یوه غونډه لرله؛ د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې په کې په افغانستان کې د غیرمتمرکز سیستم غوښتنه شوې وه او د سولې روانې خبرې په کې غندل شوی وي.
فیض الله ذکي: «د یوه باثباته افغانستان لپاره دا اړینه ده چې د سولې په خبرو کې ټولې مخالفې او ښکیلې ډلې شتون ولري.»
له کنفرانس وروسته د برلین په «اسپین انستیتیوت» کې جنرال دوستم په یوه خبري غونډه کې وویل:«داسي تصور شته چې طالبان به ممکن د خبرو له پروسې د یوې وسیلې په توګه کار واخلي او له دې لارې څخه به جګړه ییزه ګټه تر لاسه کړي. خو موږ دومره ساده نه یو چې منفي لور ته د وضعیت د بدلیدو په احتمالي حالت کې له صحنې وتل وزغمو.»
په همدې اړه د ملې جبهې ویاند فیض الله ذکي «بامداد» ته وویل: «ملي جبهه په هیڅ ډول د سولې د خبرو مخالفه نه ده، او تل یې د سولې د خبرو ملاتړ کړی. خو هغه څه چې په روانو خبرو کې پرې د جبهې له لورې نیوکه کیږي هغه څو شیان دي: لومړي خو مونږ د طالبانو په صداقت شک لرو؛ دوی ښایې له موقع ته په استفادې سره غواړي ډیر امتیازات ترلاسه کړي، همدا لامل دی چې جبهه غواړي د دې خبرو قرباني نه شي. دوهمه خبره دا ده چې سوله، په جنګ کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ چې یو وخت سره جنګیدلی وي، کيږي خو تر دی مهاله له طالبانو سره تر سره شوی خبرې زمونږ لپاره ګونګې دي.»
د نوموړې په وینا چې د یوه باثباته افغانستان لپاره دا اړینه ده چې د سولې په خبرو کې ټولې مخالفې او ښکیلې ډلې شتون ولري.
دې ته ورته د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي چې په تیرو لسو کلونو کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګ شوی، خو دغې شورا خبر داری ورکړی چې که له طالبانو سره د سولې خبرې د افغانانو له مشرتابه پرته پرمخ وړل کیږي، پایلې به یې د افغانستان لپار بل کړکیچ رامنځته کړي.
په همدې اړه د سولې عالي شورا مرستیال، عبدالحکیم مجاهد ویلي چې له طالبانوسره د سولې په هر ډول خبرو کې باید د افغانستان ټولې پرګنې او اړخونه، برخه ولري.
ښاغلي مجاهد له "بي بي سي" سره په خبرو کې وویلي: «که چیرې د سولې په خبرو د افغانستان ټول اړخونه برخه وانخلي، ښایي پایلې یې د هیواد له ثبات او ټیکاو سره مرسته ونه کړي؛ زما په اند دا کار به په هیواد کې یو بل بحران رامنځته کړي چې افغان ملت نور د دې ډول ناوخوالو زغم نه لري. هیله مې دا ده چې د هیواد د سولې په بهیر کې هم د افغانستان حکومت، هم وسله وال مخالفان او نړیواله ټولنه چې مشري یې امریکا کوي، دخیل وي.»

